د اطلاعاتو او کلتور وزارت ويلي، چې د روان کال له پیله تر اوسه له پنځه زرو زیات بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي او د هېواد له تاریخي او لرغونو ځایونو یې لیدنه کړې ده. د دغه وزارت د ویاند په وینا، یوازې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له څلورو میلیونو زیات کورني سیلانیان هم نورستان، پکتیا، پنجشېر، ننګرهار، بامیان او نورو ولایتونو ته سفرونه کړي دي. بلخوا یو شمېر هېوادوال په هېواد کې له شته امنیت څخه خوښ دي. دوی وايي له کوم خنډ څخه پرته بېلابېلو ولایتونو ته د تګ راتګ لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
































