د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار مک ماسټر وايي چې د افغانستان په اړه د ټرمپ اوسنۍ تګلاره کاملا غلطه ده. نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې یو وار بیا ویلي چې،ټرمپ یوازې د کمپاین لپاره له خپلو متحدو هېوادونو سره یو ځای شوی او دوی طالبان په ګډه د افغان حکومت پر وړاندې درولي دی. هغه ویلي د سرتېرو د ایستلو په اړه هم د ټرمپ تګلاره ناسمه ده او دا به د امریکا ملي امنیت ته ستر خطرونه جوړ کړي. مک ماسټر وايي امریکایي وګړو په تېره د امریکا مهمو اداراتو لکه کانګریس ته په کار ده چې د ټرمپ تګلاره له واقعي زاویې و ارزوي او د هغه د ناقانونه کړنو او خپلسریو مخه ونیسي. مک ماسټر وایي افغان جګړه د ټرمپ تر اقداماتو وروسته نه یوازې دا چې سړه شوې نه ده بلکې لا شدیده شوې ده.
































