د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې د چين مېډيا ګروپ ځانګړې مرکه ومنله او باور يې وښود چې د چين په تيانجين ښار کې به د شانګهای همکارۍ سازمان جوړېدونکې سرمشريزه د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو او د دغه سازمان د پراختيا لپاره نوی فصل پرانيزي.
ټاکل شوې چې ولسمشر رحمان به د دې سرمشريزې لپاره او همدارنګه د چاپان د تيري پرضد د چينايانو د مقاومت جګړې او د فاشیزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب د ۸۰ مې کليزې د يادونې په فعاليتونو کې ګډون ولري.
نوموړي په مرکه کې وويل: زه به يو ځل بيا د تاريخ شاهد شم او باور لرم چې چين ته به زما دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو لپاره ګټې ولري او د متقابل پوهاوي په فضا کې به دا همکارۍ پیاوړې شي او د همکاريو موخو ته به ورسېږو.
نوموړي د شانګهای همکارۍ سازمان د څواړخيزو همکاريو لپاره يو بريالی او اغېزمن پلاټفورم ثابت شوی او د امنيت، اقتصاد او کلتور په ګډون ډېرو برخو کې يې مثبت رول لوبولی دی.
































