د بلاروس ولسمشر ګريجوريېويچ لوکاشنکو په دې وروستيو کې د چين مېډيا ګروپ سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل، د شانګهای همکارۍ سازمان کې شاملېدل د ټولو بلاروسيانو لپاره نه یوازې خوښي او وياړ دی، بلکې تشويق هم دی.
دا په داسې حال کې ده چې لوکاشنکو به په ۱۶م ځل چين ته رسمي سفر وکړي او د دغه هېواد په تيانجين ښار کې به د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشريزه کې ګډون ولري او دغه راز د سپتمبر په درېیمه به د جاپان د تېري پرضد د چينايانو د مقاومت جګړې او د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب د ۸۰ مې کليزې د يادونې په فعاليتونو کې ګډون وکړي.
بلاروس د ۲۰۲۴م کال په جولای کې په رسمي توګه د شانګهای همکارۍ سازمان غړی شو. لوکاشنکو په دغه سازمان کې د بلاروس شاملېدل يوه داسې پرېکړه بللې چې دغه هېواد پرې جدي او پوخ فکر کړی. نوموړي وويل، چې ده په نړيوال سياست کې د دغه سازمان زياتېدونکی رول ليدلی دی او له نړيوالو ننګونو سره د مقابلې تر ټولو غوره چاره يې يووالي ته اشاره کړې ده.
لوکاشنکو همدارنګه په دغه سازمان کې د چين رول ستايلی او ويلي يې دي، چې چين د امنيتي همکارۍ او د انټرنېټ خوندي ساتلو او د ټرانسپورټي دهلېزونو جوړولو په شمول بېلابېلو برخو کې لارښوونکی رول لوبولی او د رښتينو عملونو له لارې يې د دغه سازمان لپاره عملي خدمتونه کړي دي.
نوموړي هيله ښودلې، چې چين د شانګهای همکارۍ سازمان د پراختيا لپاره لازيات رښتيني خدمتونه وکړي او نوی خوځنده ځواک ورکړي.
































