د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ اړوند په یوه لرې پرته سیمه “ګربت” کې د اکسوس کتاب پلورنځي له لوري د غازي تاج محمد خان منځني ښوونځي زده کوونکو ته د (غوټۍ کوچنی ټولګی) کتاب دوهم ټوک وویشل شو. د کتاب منځپانګه د طبیعي آفتونو پر مهال د ځان ژغورنې لارې چارې رانغاړي. دغه راز ددغه کتاب د وېش پر مهال یو شمېر زده کوونکو ته قرطاسیه هم ورکړل شوه. یاد ښوونځی دوه کاله وړاندې د سیمې د خلکو په شخصي هڅو او لګښت جوړ شوی او اوس مهال له لومړي تر نهم ټولګي شاوخوا شپږ سوه زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي.
د اکسوس کتاب پلورنځي مسوول صفيالله ناصري، وویل چې کتاب ددې لپاره وویشل شو، څو د لرې پرتو سیمو زده کوونکي، چې له طبعي آفتونو سره ډېر مخامخ کېږي، د ځان ژغورنې اړینې لارې چارې زده کړي. د نوموړي په وینا، کتاب د زده کوونکو او ښوونکو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.
د ښوونځي یو شمېر زده کوونکو هم څرګنده کړې ده چې کتاب د سیلابونو، زلزلو او نورو طبیعي آفتونو په اړه ډېر مهم معلومات لري او دوی به ګټه ترې واخلي. د ښوونځي مدیر، سید حبیب ساحل، وویل چې د کتاب وېش به زده کوونکو ته د طبیعي آفتونو پر اغېزو، خطرونو او د ځان ژغورنې پر مهارتونو ښه پوهه ورکړي.
د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د غوټۍ د کوچني ټولګي لومړنی کتاب، چې د اوبو بریښنا او تالندې په اړه و، د کابل په ګډون په ګڼو سیمو کې پر ماشومانو او ځوانانو وېشل شوی دی.
































