امریکا وایي په بین الافغاني خبرو کې پر دواړو لورو د خپلو خبرو د منلو لپاره له هر ډول فشار استفاده کولی شي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دی ددې لپاره په دوحه کې دی چې د امریکا او طالبانو هوکړه عملي کړل شي. نوموړي ویلي دي تاوتریخوالی باید کم شي او بین الافغاني خبرو کې دې پرمختګ رامنځ ته شي. خلیلزاد دغه راز ټینګار کړی چې امریکا به له خپل فشار استفاده وکړي څو دواړه لوري د تاوتریخوالي او جګړو کمولو ته اړ کړي. خلیلزاد وایي ددې کار د عملي کولو لپاره ګڼې لارې لري خو په سر کې یې ديپلوماتیکې هڅې دي. خلیلزاد دغه راز له دواړو لورو غوښتي چې پر یو بل د خبرو له منلو ډډه وکړي بلکې یو بل ته دې قناعت ورکړي. خلیلزاد زیاتوي طالبان باید په دې پوه شي چې د افغانستان له رسمي اسلامي جمهوري حکومت سره خبرې کوي او باید ټولو اصولو ته پام وکړي. خلیلزاد یو ځل بیا روان مذاکرات د ټول افغانستان لپاره یو غوره فرصت بللی دی او له طالبانو یې هم غوښتي چې د فرصت د ضایع کولو مخنیوی وکړي.
































