امریکایي رسنۍ وايي چې په ټاکنو کې له الېکټرال کالیج د رایو د ګټلو په برخه کې د بایډن چانس ډېر شوی دی. د امریکایي رسنیو د وروستیو نظرپوښتنو پر بنسټ تر پرونۍ مناظرې وروسته داسې اټکل کېږي چې جو بایډن به د الېکټرال کالج ۸۲،۳ سلنه رایې خپلې کړي. په دې مانا چې بایډن به له ۵۳۸ رایو ۳۵۲ هغه یې وګټي. ددې تر څنګ نظرپوښتنه ښيي چې د عامو وګړو د رایو په برخه کې هم د بایډن د ګټل کېدو چانس ډېر شوی دی او وروستي معلومات په ډاګه کوي چې ۵۱،۳ سلنه رایې به وګټي. بایډن تر هغه وروسته مخکښ شو چې له ټرپ سره یې په یوه مناظره کې ګډون وکړ او تر ډېره یې ځوابونه مسوولانه وو، خو ټرمپ یوازې تورونه لګول او ناندرۍ یې کولې. له دې سره جوخت د امریکا په ټاکنو کې د پراخو درغلو د رامنځ ته کېدو وېره هم شته ده.
































