د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په تخار ولایت کې د تخار سپين زر سوداګریز ښارګوټي د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه. برادر د یاد سوداګریز ښارګوټي جوړېدل مهم بللي او ویلي يې دي، چې دا به د هېوادوالو پر اقتصادي او ټولنیزه هوساینه مثبت اغېز ولري. نوموړي ټولو سوداګرو او پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزو ته به یې په وخت رسېدنه کېږي او په ټولو برخو کې به ورسره اړینه همکاري کوي. د معلوماتو له مخې، د سپینزر ښارګوټی به په ۶۰ جریبه ځمکه جوړ شي، چې ۴۵۰ میلیونه افغانۍ پانګونه پرې کېږي.
































