افغان کرکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ په خپله دویمه لوبه کې متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د ۳۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په دې سره یې په دې لوبلړۍ کې خپله لومړۍ لوبه وګټله. افغان لوبډلې تر دې وړانې په لومړۍ لوبه کې له پاکستانۍ لوبډلې ماتې منلې وه. د دې درې اړخیزې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې افغان لوبډلې متحده عربي اماراتو ته د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۸۹ منډو هدف ټاکلی و، په ځواب کې یې متحده عربي اماراتو د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۰ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۲۸ منډو په توپیر بایلوده. د یادولو وړ ده، چې افغان لوبډله به سبا ماښام خپله درېیمه لوبه له پاکستانۍ لوبډلې سره ترسره کړي.
































