د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ خونړۍ زلزلې له کبله د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو میلیون پونډه ځانګړي کړي دي. سرچینې ویلي، چې دغه مرستې د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) له لارې لګول کېږي. یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې له دې پیسو به ګرځنده روغتیايي ټیمونه جوړ شي، د بېړنیو حالاتو لپاره به طبي کېټونه برابرېږي، ښځو ته د ځانګړو حفظالصحې کېټونه وېشل کېږي او هغو کورنیو ته چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي، د موقتي سرپناه زمینه برابرېږي.
































