د راپورونو له مخې، ازبکستاني او بریتانوي چارواکو پر افغان سوله خبرې کړې دي او دواړو هېوادونو په دې برخه کې د سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو پر ګډ کار ټینګار کړی دی. راپورونه وایي، چې د ازبکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتیوټ غړو د ازبکستان او بریتانیا د بهرنیو چارو وزارتونو د استازو په حضور کې پر افغان سوله خبرې اترې کړې دي. په دې ناسته کې چې په انلاین بڼه ترسره شوې دواړو هېوادونو د افغان سولې برخه کې پر ګډ کار ټنیګار کړی دی. په لندن کې د ازبکستان سفیر سعید رستماف ویلي، د مرکزي اسیا ثبات افغان سولې سره تړلی دی او ټول هېوادونه باید په دې برخه کې پوره هلې ځلې وکړي. هغه زیاته کړې، په افغانستان کې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت باید ضایع نه شي او ټولو هېوادونو ته په کار ده چې ښکېل اړخونه سولې ته وهڅوي. په ورته وخت کې په ازبکستان کې د بریتانیا سفیر هم ویلي چې ازبکستان او بریتانیا باید د ملي اقتصاد پراختیا، مخدره توکو او ترهګرۍ سره مبارزې برخه کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ پیاوړې او لا پراخې کړي.
































