د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزیر ملا هدایت الله بدري د ایران له سفیر علي رضابېکدلي سره کتلي دي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو پراختیا، د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د هېواد د نفتو او ګازو د اکتشاف، استخراج او د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي. د ایران سفیر په افغانستان کې بشپړ امنیت او بډایه کاني زېرمې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره یوه ښه فرصت بللی دی. د کانونو او پټرولیم وزیر د ایراني شرکتونو له لوري د کانونو په برخه کې د پانګونې د لېوالتیا هرکلی کړی او د اړینو همکاریو ژمنه یې ورسره کړې ده.
































