د پاکستان له لوري په ګمرکي چارو کې د سست والي او ځنډ له امله په تورخم کې د سوداګرو سلګونه موټر درول شوي دي. سوداګر او د لويو لاريو چلوونکي وايي چې په تورخم کې له تېرو څلور ورځو راهیسې په سلګونه هغه موټر چې ترکاري او تازه مېوه په کې بار دي، پر وخت له کرښې پورې غاړې ته د اوښتو اجازه نه ورکول کېږي. دوى ادعا کوي چې هره ورځ په ميليونونه افغانۍ زیان ور اوړي او که نور هم وځنډول شي، نو د خرابېدو له امله به هيڅ بازار ونه لري. د ننګرهار والي ضياء الحق امر خېل وايي، له دې خوا د ورځې په اوسط ډول تر۳۵٠ بار وړونکي موټر د تورخم بندر له لارې ځي؛ چې اصلي ستونزه د پاکستان له خوا د لاريو بطي سکن، چک او تله د دې لامل شوي چې په تورخم کې ۷۵۰۰ لارۍ بندې پاتې شي چې د سوداګرو مالونه يې د خرابېدو له ګواښ سره مخ کړي دي. د هغه په وينا، همدغو ستونزو په سوداګرۍ، ترانزیټ او عایدو منفي اغېز کړى دی.
































