ناد ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، امریکا باید له افغانستان د خپلو ځواکونو د وتلو په تړاو له دې تړون سره سلا وکړي. نوموړي ویلي، شرایطو ته په کتو به له افغانستان وځي. د سټولټنبرګ دا خبرې له هغه وروسته دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون وویل، له راتلونکي کریسمېس مخکې به له افغانستان خپل ځواکونه وباسي. خو د ناټو سرمنشي وايي، افغانستان ته د تګ پرېکړه په ګډه شوې او د راتلونکو بدلونونو په هکله به هم پرېکړه په ګډه کوي. د نوموړي په وینا، افغانستان ته د سپټمبر یوولسمې بریدونو د ځواب لپاره د ناټو ځواکونه تللي او دا د لومړي ځل لپاره د امریکا په خوښه په بهر کې د دې ټلوالې عملیات و. سټولټنبرګ ویلي، په افغانستان کې د ځواکونو شتوالی او اوږدمهاله امنیت د ناټو د غړو هېوادونو په ګټه دی.ټو:شرایطو ته په کتو به له افغانستان وځو
































