هلمند کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د جګړې پر مهال د کندهار – هلمند لویه لار هم د ۶ ساعتونو لپاره د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، چې وسله والو طالبانو د لښکرګاه – کندهار پر لویه لار د ګرشک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ګډو افغان ځواکونو پر مرکزونو ماښام بریدونه پيل کړه چې د سهار پورې يې دوام در لود. نوموړی وايي، چې په پېښه کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې. د هلمند امنیتي چارواکو ویلي، چې د ۶۰۱ شهرا د امنیت ساتلو پر ګډو امنیتي مرکزونو باندي د وسله والو تر برید مخکې لومړی په یوه امنیتي مرکز کې داخلي برید شوی چي ۶ تنه امنیتي سرتیري پکې وژل شوي. د کندهار – هلمند لویه لار په دې وروستیو کې ډېره نا امنه شوې چې تګ راتګ پرې ستونزمن شوی دی.
































