د نوبل د سولې جایزه سږکال د خوړو نړیوال سازمان ته ورکړل شوه. په ناروې کې میشتې د نوبل کمیټې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه سازمان ته یې د لوږې پر وړاندې د دوی د هڅو په خاطر دغه جایزه ورکړې ده. د خوړو نړیوال سازمان جګړه ځپلو سیمو کې د لوږې د کمولو او د خوړو د تامین لپاره کار کوي. دغه سازمان افغانستان کې هم د جګړو او طبیعي پېښو زیانمنو شویو ته مرستې رسوي.
































