د کډوالو نړیوال سازمان ( ای او ایم) خبر ورکړی، چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله له ۷۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي او زرګونه خلک سرپناه او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. یاد سازمان ویلي، چې په کونړ کې یې زلزله ځپلو سیمو ته د مرستو ترڅنګ روغتیايي ډلې هم رسېدلې دي، خو د دغه ولایت اوسېدونکي لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري. پر همدغه مهال د خوړو نړیوال سازمان هم د وروستیو زلزلو له امله زیانمنو شویو کسانو ته د لا ډېرو مرستو غوښتنه کړې ده.
































