یوه اوونۍ کېږي، چې په قطر کې د حکومت او طالبانو مذاکراتي پلاوو د تماس ډلو د مذاکراتو په طرزالعمل بحث نه دی کړی. که څه هم د مذاکراتو د طرزالعمل په برخه کې له یوه اختلافي مورد پرته نور ټول حل شوي، خو داسې ښکاري چې د دوحې توافق نامې اصل بلل د بین الافغاني مذاکراتو د پیل پر وړاندې لا هم ستونزه ده، خو له دې سره سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي که څه هم د تماس ډلې غونډې ځنډېدلي خو په وینا یې، د سولې مذاکراتو غیر رسمې ناستې دوام لري او همدا شان د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی هم خپلمنځي ناستې کوي او مقابل لوري ته یې ځینې وړاندیزونه سپارلي دي. په همدې حال کې له طالبانو سره د افغان حکومت مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي ویلي، هیله مند دي چې د سولې خبرې د خلکو له غوښتنې سره سم مطلوبې پایلې ولري.
































