د امریکا، افغانستان او ترکمنستان استازو د یوه ویډیويي کنفرانس په ترڅ کې له یو بل سره د ګډې همکارۍ په ارزښت ټینګار وکړ. په دغه ویډیويي کنفرانس چې په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي ډیوډ هېل لخوا یې کوربتوب کېده، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر راشد میریدوف برخه اخیستې وه. د غونډې په ګډې اعلامیې کې راغلي چې ګډونوالو د سیمه ییز امنیت، اقتصادي ودې او همکارۍ په اړه خبرې کړې دي. دوی همداراز د سیمې هېوادونو او نړیوالو څخه هم وغوښتل چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له روانو خبرو ننګه وکړي. د درې واړو هېوادونو استازو همداراز د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي سربېره په راتلونکي کې د دا ډول وبا او رنځونو سره په مبارزه کې له یو بل سره د مرستو ډاډ ورکړی دی.
































