د راپورونو له مخې تر اوربند ساعتونه وروسته د لومړي ځل لپاره په قرباغ سیمه کې توغندي لګېدلي دي چې اوربند یې مات کړی دی. اذربایجاني او ارمانیايي ځواکونه یو بل د جګړې په بیا پیلولو تورنوي. تېره ورځ د یادو هېوادونو ترمنځ د روسیې په منځګړیتوب اوربند رامنځ ته شو او ژمنه یې وکړه چې د ستونزې د حل لپاره به د خبرو ميز ته کېني. ددغه دواړو هېوادونو ترمنځ په څو ورځنۍ جګړه کې تر دې دمه درې سوه کسان وژل شوي دي. د سیمې هېوادونه لا هم د یادو هېوادوو ترمنځ د سولې لپاره هڅې کوي.
































