په پاکستان کې یوې محکمې د نواز شریف د حکومت او د هغه د ګوند د ګڼو غړو د غدارۍ د ثبت شوې دوسیې په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه. محکمې له نواز شریف پرته د هغه د ګوند ټولو غړو ته برات ورکړی دی خو نوموړی یې لا هم تورن بللی او په راتلونکو محکمو کې یې د هغه په اړه د پرېکړو کولو خبر ورکړی. په دې وروستیو کې پر نوازشریف ګڼ تورونه پورې شوي دي او د پاکستان پوځ غواړي دې قضیو ته رسیده ګي وشي. تازه د هغه د ګوند پر څلوېښتو غړو د غدارۍ قضیه هم ثبت شوې وه او له هېواد سره د خیانت په تور محاکمې ته حاضر کړل شوي وو، چې له نوازشریف پرته نورو ته برأت ورکړل شوی دی.
































