ټرمپ پر کرونا تر اخته کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وینا کړې ده. نوموړي خپل پلویان سپینې ماڼۍ ته وربللي وو او سپینې ماڼۍ له برنډې یې خپله وینا واوروله. نوموړي خپله وینا پر جوبایډن له نیوکو پیل کړه او په خبره یې هغه د امریکا د راتلونکې لپاره ګټور نه دی. ټرمپ ویلي اوس جوړ دی او ژر تر ژره به خپل ټاکنیز کمپاینونه پيل کړي او په غونډو کې به ګډون وکړي. په ورته وخت کې د پلازمینې واشنګټن ښاروال پر ټرمپ سختې نیوکې کړې دي او په وینا یې د ټرمپ د حکومت پر مهال سپينه ماڼۍ د سترو جنجالونو سبب شوې ده او د ټرمپ د پلویانو راتلل هم د ټولو اصلو خلاف دي چې له دې سره به کرونا وبا نوره هم پراخه او چټکه شي. ټرمپ بیا وایي په امریکا کې پېښې کمې شوې دي خو روغتیایي کارکوونکو د ټرمپ د څرګندونو پر خلاف ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په امریکا کې تر ۵۸ زره ډېر کسان په کرونا اخته شوي دي.
































