طالبانو د ټرمپ پر روغتیایي وضعیت او په ټاکنو کې د هغه د ناکامېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې طالبان هیله لري چې ټرمپ په ټاکنو کې ګټونکی شي او له کرونا ویروس هم ژر جوړ شي. د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دي دوی ددې غوښتونکي دي چې ټرمپ د ټاکنو ګټونکی شي او هغه به له افغانستان خپل ټول سرتېري وباسي. یوه بل طالب چارواکي چې نوم یې نه دی یاد شوی امریکایي رسنیو ته ویلي، دوی په دې اندېښمن و، چې د ټرمپ د کرونا پایله مثبته وه. ددغه طالب چارواکي په وینا اوس ټرمپ جوړ دی او دوی هیله من دي چې خپل ځواکونه له افغانستان وباسي. بلخوا د ټرمپ یوه ویاند بیا رسنیو ته ویلي دي ټرمپ د راتلونکو ټاکنو ګټونکی دی د طالبانو ملاتړ ته اړتیا نه لري.
































