د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي پولیسو ته پر مجرمینو او غلو د ډز کولو اجازه ورکړې ده. د یاد وزارت ویاند طارق ارین ویلي، اندرابي تېره شپه د کابل ښار له حوزو څخه د لیدنې پر مهال ویلي د کابل ښار وضعیت باید تغیر وکړي او د همدې لپاره باید پر مجرمینو او غلو هیڅ رحم ونه شي. هغه پولیسو ته خطاب کې ویلي، مجرمین نباید د کابل په هره برخه کې ازاد تګ راتګ وکړي، کله چې مو ولیدل ویې ولئ. اندرابي دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې کابل ښار کې وسله والو غلاوو او هدفي وژنو کابل ښاریان تر پوزې راوستي دي.
































