د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا په خپل اوږده راپور کې امریکا کې د کورنیو جګړو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. راپور کې راغلي، ښي اړخي د امریکا په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګډوډیو په لټه کې دي او دا چاره به د ټاکنو پر مهال وضعیت ډېر پېچلی کړي. راپور کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې په ټاکنو کې د اخلال مسئله څومره رښتیا ده ویل شي، د ټاکنو پایلې په پراخه کچه ګډوډۍ رامنځته کولی شي ځکه ډېری ښي اړخي ځان تر پایلو مخکې د ټاکنو ګټونکي بولي او کله چې یې پایله د تمې خلاف راووځي نو له هیڅ ډول ګډوډیو مخ نه ګرځوي. د یادونې ده چې ټرمپ تېره میاشت په نویډا ایالت کې د خپلو پلویانو غونډې ته ویلي، ډیموکراټان یوازې په درغلۍ بریا ته رسېدلی شي نو پر همدې بنسټ د ده د تمې خلاف پایلې ورته د منلو نه دي.
































