د مشرانو جرګې ادارې هئیت نن ویلي چې د امریکا او طالبانو د توافق په اساس امریکايي ځواکونو د بګرام پوځي اډې تخلیه کول پیل کړي او دغلته د جوړو کړو ودانیو د نړولو لړۍ یې هم پیل کړې ده. مشرانو جرګې په دغه ناسته کې، په بګرام هوايي اډه کې د تخلیه شویو ودانیو نړول او پاکستان ته د پوځي تجهیزات لېږدولو باندې شدید انتقادونه کړی او له حکومت یې غوښتي چې،د پوځي وسایلو د لیږد مخه ونیسي او باید دغه تجهیزات افغان پوځ ته وسپارل شي.
































