له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو پر سر د سپینې ماڼۍ او پنټاګون ترمنځ اختلافات رامنځ ته شوي. د امریکایي ملټري ټایمز د راپور له مخې د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ رییس جنرال مارک میلي په خپله تازه مرکه کې د ټرمپ او د هغه د ملي امنیت د سلاکار څرګندونې احساساتي او غیر عملي بللې دي. دده په خبره له افغانستان د ځواکونو وتل او په دغه هېواد کې د جګړو پای ته رسول باید مسوولانه وي او په دومره بېړه غیر عملي څرګندونې کول د امریکا د ملي امنیت په زیان دي. مارک میلي ویلي دوی خپلو امکاناتو او پلانونو ته په کتو په دې باور دي چې له افغانستان د سرتېرو ایستل امکان نه لري بلکې دغه پرېکړه باید شرایطو ته په کتو وشي. هغه ټینګار کوي چې په افغانستان کې لا هم د امریکايي نظامیانو ماموریت ته اړتیا ده او عجولانه پرېکړې به د امریکا ملي امنیت او ګټو ته خطرونه جوړ کړي.
































