په کابل کې د پاکستان په سفارت کې د شته فساد او کمکارۍ پر وړاندې خلکو اعتراض کړی دی. لسګونو لاریون کوونکو نن د دویم ځل لپاره ددغه سفارت مخې ته لاریون کړی دی او تور پورې کوي چې په دغه سفارت کې پراخ فساد او کمکاري د کارونو د ځنډ لامل ده. د لاریون کوونکو په وینا له څو ورځو راهیسې سفارت دوی د ویزو لپاره راغواړي خو وېزې نه ورکوي او کارونه یې ځنډوي. لاریون کوونکي وایي چې له دوی سره ناروغان وي، له لرې سیمو سفارت ته راځي خو هېڅوک یې غږ نه اوري او د پاکستان د سفارت چارواکي هم ددوی د ستونزو پروا نه ساتي. تر دې وړاندې هم څو ځله سلګونه کسانو ددغه سفارت پر وړاندې لاریون کړی دی او په دغه سفارت کې یې د پراخ فساد د موجودیت خبره کړې ده.
































