د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوولې په تازه څرګندونو کې ویلي چې تر اوربند وروسته جګړې د جدي اندېښنې وړ دي او دا به د ملکیانو تلفات لوړ کړي. اروپایي ټولنه وایي دواړو لورو ته په کار ده چې اوربند مراعات کړي او د خلکو ژوند وژغوري. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم ویلي چې ژر تر ژره دې جګړه ودرول شي. د اذربایجان او ارمانیا ترمنځ د جمعې په ورځ د روسیې په منځګړیتوب اوربند وشو، خو تېره ورځ د راکیټي بریدونو له پيل سره دغه اوربند مات شوی دی. جګړې د پخوا په څېر شدیدې نه دي، خو سره له دې یې هم دواړو لورو ته تلفات اړولي دي.
































