عرب نیوز د متحده ایالاتو او عرب هېوادونو د اړیکو د یوې څارونکې او د نړیوالې سولې د مخکښې فعالې ډاکتر دانیا خطیب د یوې مقالې په ترڅ کې ویلي، چې امریکا له خپلو تېروتنو زده کړه نه ده کړې او اوس هم د ستراتیژیکو لوبو قرباني کېږي. راپور کې راغلي، د امریکایي ولسمشر له لوري له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو تر اعلان وروسته په دغه هېواد کې د طالبانو نفوذ ورځ تر بلې پراخېږي او له دې داسې ښکاري چې امریکا له طالبانو سره معامله کې منلې ده چې د دوی تر وتو وروسته هغوی کولی شي د خپل کنټرول ساحه پراخه کړي. د راپور له مخې، د شوروي او افغان مجاهدینو ترمنځ جګړې وروسته مجاهدین واک ته ورسېدل او پر دغه ډله د امریکا د نفوذ نشتوالی ددې باعث شو چې دا هېواد یو ځل بیا د دوو لسیزو لپاره د جګړې په اور کې وسوځي. راپور کاږي، امریکا اوس بیا ورته تېروتنه تکراروي او خپل افغان متحدین په خالي میدان یوازې پرېږدي چې دا چاره به دا هېواد یو ځل بیا د کورنیو جګړو پر ډګر بدل کړي.
































