فارن پالیسي راپور ورکړی دی چې په افغانستان کې د امریکا له ۲۰ کلنې جګړې وروسته، نه یوازې په دې هېواد کې جګړه پای ته نه ده رسېدلې، بلکې فقر، نا امني او تاوتریخوالی هم ورسره زیات شوی دی. راپور کې راغلي، پورته مواردو او له دغه هېواده د امریکایي ځواکونو وتلو ته په کتو داسې ښکارې چې امریکا د افغان شل کلنې جګړې بایلونکې ده. راپور کاږي، کلونه وړاندې د سپټمبر ۱۱مې پېښې وروسته امریکا د طالبانو د له منځه وړلو لپاره پر دغه هېواد یرغل وکړ خو له کلونو جګړې، وینې بهېدنې او ویجاړۍ وروسته د دغه ځواکونو هڅو پر وضعیت نه یوازې مثبت تاثیر نه دی کړی بلکې لا جګړې پراخې شوې دي. راپور کې وړاندې راغلي، امریکا په دغه هېواد کې په تېرو کلونو کې د طالبانو د له منځه وړلو لپاره هوایي بریدونه کړي دي چې تر ډېره یې قربانیان ولسي وګړي وو. د راپور له مخې، طالبانو د امریکا له دې بریدونو د خپلو لیکو پیاوړي کولو لپاره ستره ګټه پورته کړې او همدا تېروتنې باعث شوې چې دا ډله د افغانستان تر اویا سلنه ډېره خاوره تر خپل کنټرول لاندې ولري. د راپور وروستۍ برخه کې راغلي، امریکا له تېرو دوو لسیزو جګړو، تشو ژمنو، جدي سیاسي تېروتنو او شکستونو وروسته د افغانستان د پرېښودلو تکل کړی دی او د خټې پوزې جوړولو لپاره یې له طالبانو سره هوکړه کړې او په ټیټ سر له دغه هېواده د وتلو په حال کې ده.
































