د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي چې د هلمند جګړې ته یې د افغان سرتېرو ملاتړ لپاره ځانګړي ځواکونه لېږلي دي. صدیقي ویلي، ځانګړي ځواکونه به ډېر ژر د هلمند جګړه کنټرول او طالبانو ته نه هېرېدونکی درس ورکړي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، طالبان باید له تاوتریخوالي لاس واخلي او دا درک کړي چې د زور له لارې واک ته نهشي رسېدی. د صدیقي په خبره، د هلمند جګړې له امله په سلګونو ولسي وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او اوسمهال په ډېر بد وضعیت کې قرار لري. هغه په هلمند کې د برېښنا پر یو سبسټېشن د طالبانو برید ته په اشارې ویلي، دا برید ښیي چې طالبان د پرمختګ دښمنان دي او نه غواړي هېواد د سیالانو سیال شي.
































