ټرمپ له کرونا تر رغېدو وروسته په خپله لومړنۍ کمپایني غونډه کې برخه اخیستې ده. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې ټرمپ تېره ورځ په فلوریډا ایالت کې خپله لومړنۍ کمپایني غونډه ترسره کړه. نوموړي په دې غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې اوس یې روغتیايي وضعیت ښه دی او خپلو کمپایني لیدنو کتنو ته به ادامه ورکوي. ددې تر څنګ د ټرمپ ځانګړي ډاکټر هم ویلي چې د ټرمپ پایله منفي ده او له دې وروسته د کرونا ویروس نه لېږدوي. ټرمپ څو ورځې وړاندې په کرونا اخته شو چې تر درې ورځني بستر وروسته بېرته له دغه ویروس جوړ شوی دی.
































