د راپورونو له مخې د بلاروس د کورنیو چارو وزارت د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ د نښتو په دوام تازه امر کړی چې پولیس پر لاریون کوونکو د برید حق لري او پر وړاندې یې جنګي وسلې کارولی شي. تر دې وړاندې د بلاروس پولیسو د لاریون کوونکو پر وړاندې یوازې له اوښکې بهونکي ګاز او د اوبو له شیندلو استفاده کولی شوی. په ډېرو مواردو کې یې په پلاستیکي ګولیو هم پر لاریون کوونکو ګوزارونه کول خو اوس تازه پرېکړه شوې چې پولیس د لاریون کوونکو پر ضد جنګي وسلې کارولی شي. د بلاروس پولیسو لاریون کوونکو ته خبرداری ورکړی چې لاریونونه پای ته ورسوي. په بلاروس کې د لوکاشینکو تر بریا وروسته سختې نښتې شوې دي. ستر لاریونونه روان دي او خلک د نوموړي واک ته رسېدل نه غواړي.
































