امریکا له طالبانو غوښتي چې پر هلمند خپل تهاجمي بریدونه ودروي. په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن په ټوېټ پیغامونو کې پر لښکرګاه ښار د طالبانو پر وروستیو بریدونو غبرګون ښودلی دی. نوموړي ویلي طالبان دې ژر تر ژره پر لښکرګاه ښار خپل تهاجمي بریدونه ودروي او د سولې هوکړې ته دې درناوی وکړي. دده په خبره په لښکرګاه کې د طالبانو وروستي بریدونه او عملیات د دوحې د هوکړې خلاف دي او له دوی یې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده. د ویلسن په وینا دواړه لوري باید تاوتریخوالی کم کړي، څو ټول اړخونه باوري شي چې د سولې مذاکرات په سم لوري روان دي او د جګړو د پای ته رسېدو سبب ګرځي.
































