ولسمشر غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو دوامداره قربانۍ ستایلې او ویلي یې دي چې، په څو ساعتونو کې د هلمند وضعیت ته رسېدنه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د لوړ ظرفیت ښودنه کوي. نوموړي دا څرګندونې نن په چهارچنار ماڼۍ کې د امنیتي ځواکونو د اصلاحاتو او پیاوړتیا کنفرانس ته په وینا کې کړې دي. نوموړي زیاته کړې، افغانان د خپلواکۍ ساتلو لپاره قانونمند نظام ته اړتیا لري او دغه نظام د قوې په مشروع استعمال ساتل کېږي. ولسمشر دغه راز امنیتي ځواکونو ته خطاب کې ویلي، چې له بې ځایه لګښتونو باید مخنیوی وشي او منابع باید د جګړې په لومړۍ کرښه متمرکزې شي. نوموړی د هلمند وضعیت ته د رسېدګي خبره په داسې حال کې کوي چې نن درېیمه په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ درنه جګړه روانه ده او له امله یې دواړو لوریو ته د اوښتې مرګ ژوبلې ترڅنګ تر پنځه زره ډېر کسان بې کوره شوي دي.
































