په هېواد کې له شته ویجاړیو سره په سیستماتیکه توګه د لا ډېرو ویجاړولو او ورانیو لپاره کار روان دی. په وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړو له امله ډېر عامه تاسیسات ویجاړ شوي دي او دغه راز په سیستماتیکه توګه د هغو عامه پروژو او بنسټیزو تاسیساتو ویجاړول روان دي، چې د دې هېواد او خلکو راتلونکې ورسره تړلې ده. د ولسي جرګې ځینې غړي بیا پر دې بهیر جدي اندېښنه ښيي او په خبره یې، دغه ډول ورانکاري فعالیتونه د یوه ستر او منظم پلان برخه دي چې د هېواد د دښمنانو له لوري طراحي شوي دي.
له څو ورځو راهیسې په هلمند کې خونړۍ جګړه روانه ده. د دې جګړو له امله انساني تلفات اوښتي، خو تر څنګ یې عامه تاسیساتو او ټولګټو پروژو ته هم زیانونه رسېدلي دي. وسله والو طالبانو د برېښنا پر یوه سب سټېشن برید کړی دی چې په دغه سب سټېشن کې شته توکو ته یې اور ورته کړی دی. د هلمند د برېښنا ریاست مسوولین وایي چې له دغه سب سټېشن کندهار او هلمند ته برېښنا ورکول کېده، چې زرګونه کسان ترې مستفید کېدل؛ خو د طالبانو په برید کې یې توکي سوځول شوي، ۱۵ کارکوونکي یې تښتول شوي او پنځه کانټینره نور توکي یې هم د اور خوراک شوي دي. طالبانو بیا دا ادعا رد کړې ده.
د دې تر څنګ، څه موده وړاندې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې په اساسي توګه جوړ شوی او پوخ سړک د وسله والو له لوري د تراکتور په وسیله اړول شوی و. دغه ډول کارونه په نورو ولایتونو کې هم شوي دي، په غزني کې، په وردګو او کندهار کې سړکونه اړول شوي او زیانونه ورته اوښتي دي. په وروستیو وختونو کې ښوونځيو ته هم اور ورته شوی دی او په کندهار کې یو ښوونځي په بمونو الوځول شوی و. دا هغه پېښې دي چې له رسنیو سره یې په اړه معلومات شته، ښایي لسګونه داسې پېښې وي چې رسنۍ ورته لاسرسی نه لري او یا یې په اړه د معلوماتو د خپرولو امکانات نه وي.
دې پېښو ته په کتو د ولسي جرګې ځینې غړي دا د یوه منظم ویجاړوونکي پلان برخه بولي، چې د هېواد د دښمنانو له لوري جوړ شوی دی. د ولسي جرګې غړی عبدالقادر قلاتوال وایي، دا د یوې اوږدې دسیسې برخه ده چې د دې هېواد دښمنانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره جوړ کړې ده. د نوموړي په خبره، په دې سترګې نه شي پټېدلی چې په افغانستان کې له کلونو راهیسې د ابادۍ او پرمختګ ضد جګړه روانه ده او دا هغه څه دي چې د بنسټیزو پروژو او عامه تاسیساتو پر وړاندې تر سره کېږي. نوموړي مسیر ورځپاڼې ته وویل: ((دا واضح خبره ده چې کله مو سړکونه ورانوي، کله روغتونونه په بمونو الوځل کېږي، کله ښوونځي ورانوي، کله فابریکې ورانوي او دا لړۍ نوې نه ده. دا لړۍ له کلونو راهیسې روانه ده، منظم پلان ورته جوړ شوی دی او سترې استخباراتي کړۍ یې تر شا دي)).
قلاتوال همدا راز د دغو ورانکاره فعالیتونو پر دوام د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا هم نیوکه کوي. نوموړی وایي، سره له دې چې افغان حکومت وخت ناوخت د طالبانو پر ورانکاره فعالیتونو اندېښنه ښودلې ده، خو تر څنګ یې د نړیوالې ټولنې مسوولیت دی چې د طالبانو یا نورو وسله والو ډلو فعالیتونو ته متوجه وي او د سولې په دې حساسه مرحله کې دې چا ته د افغانستان د ویجاړولو اجازه نه ورکوي. هغه زیاتوي: ((نړیواله ټولنه دا هر څه عملاً پخپلو سترګو ویني. دوی ویني چې څنګه د افغانستان عامه شتمنۍ له منځه ځي، خو پر وړاندې یې چوپ دي، د دوی چوپتیا د اندېښنې وړ ده)).
قلاتوال همدا راز د سولې په روانو هڅو کې د جګړې پر ډېرېدو هم جدي اندېښنه ښيي. د نوموړي په خبره، د سولې په مذاکراتو او همدا راز د جګړې په ډګر کې د سیمې او نړۍ استخباراتي کړۍ کار کوي او ستره موخه یې دا ده چې د سولې هڅې سبوتاژ کړي او په افغانستان کې اوسنۍ جګړه دوام وکړي. قلاتوال وايي، دمګړۍ د بهرنیانو د خونړیو لوبو له امله افغانان د وير پر ټغر ناست دي او ښکېلو لورو ته پکار ده چې روانه جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي.
د ولسي جرګې غړي داسې مهال د عامه او مهمو تاسیساتو پر له منځه وړل کېدو اندېښنه ښيي، چې په ټولنیزو رسنیو کې هم عام افغانان د وسله والو ډلو له لوري د مهمو ټولګټو پروژو پر وړاندې خنډ جوړول، د سړکونو له منځه وړل او عامه تاسیساتو ته زیان رسول غندي او له دوی غواړي چې له ورته فعالیتونو لاس په سر شي.
































