ډیفنس آن نشریې په افغانستان کې د امریکا نولس کلنې جګړې ته کتنه کړې ده او هغه یې د امریکا لپاره یوه درنه او له تلفاتو او لګښتونو ډکه جګړه بللې ده. سرچینه کاږي امریکا د ملیاردونو ډالرو د لګولو ترڅنګ په دې جګړه کې تر ۲۴۰۰ ډېر سرتېري له لاسه ورکړي دي او نږدې ۲۰ زره سرتېري یې ټپیان شوي دي. سرچینه کاږي سره له دې هم امریکا په هغه هدفونو کې نه ده بریالۍ شوې چې ځان ته یې ټاکلي وو. ډیفنس آن وایي اوس امریکا ته په کار ده چې په دغه هېواد کې خپله جګړه پای ته ورسوي او باید ۲۰۲۰ کال په افغانستان کې د امریکایي جګړې وروستی کال وي.
































