په هرات کې د وروستیو نا امنیو په غبرګون کې ځایي سوداګرو او صرافانو کاري اعتصاب کړی دی. له هرات ولایت وروستي راپورونه وايي چې په دغه ښار کې نا امني ډېره شوې ده او انسان تښتوونکي وخت ناوخت ددغه ولایت سوداګر او یا یې د کورنۍ غړي تښتوي. دوی همدا راز د وسله والو غلاوو له ډېرېدو شکایت کوي او په همدې غبرګون کې یې خپلې هټۍ تړلې دي. په هرات کې دمګړی د زیوراتو پلورونکو او صرافانو کاري اعتصاب کړی دی او وایي تر هغه به کاري اعتصاب ته ادامه ورکوي چې په دغه ښار کې امنیتي وضعیت ښه شوی نه وي. یوازې هرات نه بلکې د هېواد په ډیری ښارونو کې وروستیو نا امنیو د خلکو ژوند ته خطرونه جوړ کړي دي او هره ورځ د وسله والو غلاوو او جنايي جرمونو له امله عام افغانان خپل سکون او ارام له لاسه ورکوي.
































