ملي دفاع وزارت په هلمند کې د دوو چورلکو د لوېدو پېښه تایید کړې ده. د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې تېره شپه شاوخوا یوه بجه د افغان پوځ دوې چورلکې د تخنیکي ستونزې له امله د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې لوېدلې دي. ملي دفاع وزارت وايي چې په پېښه کې نهه کسه وژل شوي دي او چورلکې هم له منځه تللې دي. سرچینه کاږي چې د پېښې د لا روښانولو لپاره پلټنې پيل شوې دي او نور معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک شي. تر دې وړاندې راپورونو ویلي وو چې د افغان پوځ دوو چورلکو ټکر کړی دی او په پېښه کې پنځلس کسه وژل شوي دي.
































