د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړه باجوړ کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه پوسته وسله وال برید کې دوه پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. باجوړ کې د پوځ یو چارواکي بابر افتخار ویلي چې نن سهار په یاده سیمه کې د پوځیانو پر یوه پوسته برید شوی دی چې په پایله کې یې دوه پوځیان وژل شوي دي. په ورته وخت کې پاکستاني پوځ هم په باجوړ کې د پوځیانو پر پوسته د برید پخلی کړی دی خو ویلي یې دي چې په دې پېښه کې یوازې یو پوځي وژل شوی دی. د پوځ خبرپاڼه کاږي چې ترهګرو تر برید وروسته افغان خاورې ته پناه وړې ده. پاکستان افغان خاورې ته د ترهګرو د اوښتو مسئله ځکه راپورته کوي چې د کارپوهانو په خبره، دا هېواد غواړي پر دې پوله خپلو تحرکاتو ته توجیهات پیدا کړي.
































