په اروپايي هېوادونو کې د کرونا د دویمې څپې له راتګ سره سم په فرانسه کې ګرځبندیز وضع شوی دی. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په تازه اقدام کې ددغه هېواد په نهو ښارونو کې ګرځبندیز وضع کړی او محدودیتونه یې ډېر کړي دي. دده په خبره د پاریس په ګډون په اتو نورو ښارونو کې خلک د شپې له نهو د سهار تر شپږو بجو د څلورو اونیو لپاره له کوره د وتلو حق نه لري. نوموړي همدا راز ویلي چې د کرونا د کنټرول لپاره به لا ډېر بندیزونه وضع کړي. په فرانسه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۹۵۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، ټولټال پېښې په دغه هېواد کې تر ۸۲۰ زره اوښتې دي او د مړو شوو شمېر هم پکې تر ۳۳ زره کسانو اوښتی دی.
































