په هلمند کې د روانو ګړو له امله زرګونه زده کوونکي ښوونځیو ته له تګ محروم شوي دي. د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې دمګړی په مرکز لښکرګاه کې اته ښوونځي د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د روانو جګړو له امله تړل شوي چې له دې سره نږدې څلور زره زده کوونکي ښوونځیو ته له تګ محروم دي. نږدې اونۍ پوره کېږي چې په لښکرګاه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ جګړه روانه ده. دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي خو نړیوال بنسټونه بیا پر ښکېلو خواوو د جګړو د درېدو او مذاکراتو د ادامې غږ کوي.
































