واما د تحقیق او نتایجو ادارې، د امریکا د ټاکنو د نتایجو په اړه،چې د افغانستان په اړه د یاد هېواد پر سیاستونو او سولې پروسې به څه اغېز ولري،یوه نظر پوښتنه ترسره کړې او په دې اړه یې په امریکا کې د مېشتو او افغانستان کې له یو شمېر افغانانو پوښتېدلي دي.د شنونکو باور دادی، چې د امریکا د ټاکنو پایلې به د افغانستان په اړه ددغه هېواد پالیسۍ او سیاست اغېزمن نه کړي. ددوی په وینا، ښایي چې د ټاکنو په نتیجه کې د مشرتابه بدلون به د افغانستان د سولې بهیر لږ ټکنی کړي او له افغانستان نه د امریکایي سرتېرو وتل به تر هغو ممکن نه وي،څو چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه بشپړه عملي شوې نه وي.دغه راز نظر ورکوونکي دا هم وایي، چې د بین الافغاني موافقتنامې لپاره د تضمین په توګه، په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو محدود حضور مهم برېښي.
































