واشنګټن پوسټ راپور ورکړی دی چې د ټاکنو په درشل کې له ټرمپ سره د نظامیانو اوږه په اوږه حضور د راتلونکو ټاکنو په اړه د خلکو باور نور هم زیانمن کړی دی. راپور کاږي، دې چارې نه یوازې خلک اندېښمن کړي دي بلکې هغوی باوري دي چې راتلونکو ټاکنو کې به له ټرمپ څخه د نظامیانو ملاتړ دغه هېواد له پراخو او بېساري ګډوډیو سره مخ کړي. راپور کاږي، که څه هم د دفاع وزیر مایک ایسیپیر ویلي چې نظامیان به له سیاست څخه لرې ساتي خو د یوې انلاین ټاکنیزې غونډې په ترڅ کې د ټرمپ تر څنګ د مارک میلي حضور امریکایان سخت اندېښمن کړي دي. دوی وایي که چېرته نظامیان په ټاکنو کې د کوم نوماند لوری وکړي نو امریکا به یو ځل بیا د کورنیو جګړو پر ډګر بدله او د دې هېواد حیثیت به دوه روپۍ شي.
































