د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په هېواد، ځانګړې توګه هلمند کې د جګړې له امله د ملکي وګړو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. یاد کمیسیون ویلي، په هلمند کې د دواړو لوریو ترمنځ جګړه کې سپکې او درنې وسلې کارول شوې او دغه راز ړانده ماینونه اېښودل شوي دي چې په یاد ولایت کې یې د ملکي وګړو ژوند تریخ کړی دی. راپور کاږي، دوی په هېواد کې د تاوتریخوالي دوام د اندېښنې وړ بولي او ملکي وګړو ته اوښتونکي تلفات په کلکو ټکو غندي. دغه کمیسیون پر ښکېلو لوریو د تاوتریخوالي کمښت غږ کړی دی او په دوحه کې یې د افغان حکومت او طالبانو له مذاکراتي پلاوي غوښتنه کړې ده چې د ملکي وګړو خوندیتابه لپاره دې ژر تر ژره پر یو سراسري اوربند هوکړه وکړي.
































