د نواز ګوند مرستیاله او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف لور مریم نواز وایي، د عمران خان حکومت به د راتلونکي ۲۰۲۱ میلادي کال تر پیل مخکې پای ته ورسېږي. نوموړې زیاته کړې، د عمران خان حکومت غیر قانوني دی او نور دوام نه شي کولی. نواز ویلي، د پاکستان امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو پر لور روان دی او عمران خان د هېواد د کنټرول لپاره هیڅ کارنده تګلاره نه لري. هغې د خپلو خبرو پر دوام ویلي، دا هیله لري عمران خان ژر استعفا ورکړي او که چېرته داسې ونه شي نو دوی به د فشار لپاره له پارلمان سره پرېکون اعلان کړي. هغې دغه راز څرګنده کړې، دوی په وار وار غوښتنه کړې چې امنیتي ادارې دې له سیاست څخه لرې وساتل شي خو حکومت یې خبره بابېزه ګڼلې ده او ډېر ژر به د دې کار زیان په خپلو سترګو وویني.
































