د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې وسله وال طالبان باید تاوتریخوالی کم او خپلې ژمنې عملي کړي. سټولټنبرګ پر خپل ټویټر لیکلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره یې د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي. سټولټنبرګ دوحه کې له خلیلزاد سره د لیدنې پرمهال د دوحې خبرې په افغانستان کې د سولې ټینګېدو لپاره ښه فرصت بللی دی. نوموړی له خلیلزاد سره لیدنه کې په افغانستان کې د سولې له بهیر او ثبات ټينګېدو څخه د ناټو د ملاتړ ډاډ ورکړی دی. ناټو داسې مهال پر طالبانو دتاوتریخوالي کمولو غږ کړی چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی.
































