په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۴۷مثبتې پېښې ثبت شوي او څلور تنه مړه شوي دي. روغتیا وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وبا د ۲۸۷ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۴۷ مثبت ثابت شوي دي. له دې سره په افغانستان کې د کرونا وبا د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۰۰۷۳ ته ورسېد. همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د څلورو تنو په مړه کېدو سره د کرونا وبا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۴۸۵ تنو ته ورسېد. روغتیا وزارت وايي چې تر دا مهاله په افغانستان کې ۳۳۵۱۶ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه روغ شوې دي.
































