د ملي مصالحې عالي مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته پر خلکو باندې د طالبانو د امارت نظام تحمیلول ناسمه محاسبه ده او هېچاته د منلو وړ نه ده. نوموړي دغه څرګندونې نن د لويې جرګې په خېمه کې د کندهار د پخواني امنيه قوماندان جنرال رازق د دوېیم تلين په مراسمو کې وکړې. نوموړي د سولې خبرو ته په اشارې وویل چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو موضوع اوس مطرح نه ده او ښايي ممکن په راتلونکې کې پرې بحث وشي. هغه زیاته کړه، چې د تاوتریخوالي زیاتوالی سولې ته د رسېدو لاره نه ده او که چېرته طالبان فکر کوي چې د تاوتریخوالي په زیاتولو سره به برلاسي شي نو دا محاسبه غلطه ده چې د کلونو په اوږدو کې د جګړې غزېدو لامل شوی دی. د عبدالله عبدالله په وینا سولې ته رسېدل باید د خلکو په ویاړونو او هویت باندې لوبه کول ونه اوسي.
































